افغانستان

طالبانو په هرات کې د یوځوان له نيولو وروسته د هغه جسد خپلې کورنۍ ته وسپاره

 سرچينو آمو ته د يوې ويډيو په لېږلو سره ويلي دي، چې طالبانو د يو ځوان جسد له يوې اونۍ بند وروسته د هغه کورنۍ ته سپارلى دى.

سرچینې زیاتوي، چې دغه ځوان حکمت الله بارکزی نومېده او د طالبانو په استخباراتو پورې تړلو کسانو یوه اونۍ وړاندې له خپل کور څخه په بېلابېلو پلمو نیولی و.

د يادو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ، د دغه ځوان پر بدن د شکنجې او وهلو ټکولو نښې ليدل کېږي.

د يادونې ده، چې د دغه ځوان مړى پرون (جمعه، چنګاښ ٢٩مه) د هغه کورنۍ ته سپارل شوى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.