د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزير سرګي ورشینین ویلي، چې د شانګهای د همکاریو د سازمان یو لومړیتوب د « له افغانسته د ګواښونو» سره مبارزه ده.
طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.
خو ښاغلي ورشینین پرون شپه( جمعې شپه،چنګاښ٢٩) د ملګرو ملتونو او سیمه ییزو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل: « د شانګهای د همکارۍ سازمان یو بل ثابت لومړیتوب د له پولوبهر ترهګريزو ګواښونو، بېلتونپالنې، افراطیت، د نشه يي توکو د قاچاق او جرمونو له ګواښونو په ځانګړې توګه له افغانستانه د ګواښونو سره مبارزه ده.»
هغه په یوه خپله وينا کې ويلي، چې د هغه هېواد د ملګرو ملتونو او سيمه ييزو سازمانونو لکه د ډله يیز امنیت تړون سازمان، د شانګهاى د همکارۍ سازمان، او د ګډو ګټو هېوادونو اتحاديې ترمنځ له همکارۍ او د ډليز امنيت تړون سازمان او د ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ له کچې «خوښ»دی.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په بیان کې راغلي، «موږ د سیمه ییزو مسایلو په اړه د همغږۍ پیاوړتیا ته چې تمرکز يې افغانستان وي، ځانګړی اهمیت ورکوو»
هغه زیاته کړه، د دغو ننګونو (له افغانستان څخه د ګواښونو) د حل په موخه د استانه په غونډه کې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان غړو هېوادونو د ۲۰۲۵-۲۰۲۷ کلونو لپاره له ترهګرۍ، بېلتونپالنې او افراطیت سره د مبارزې لپاره د همکارۍ پلان او د ٢٠٢٤ څخه تر ٢٠٢٩ کلونو لپاره د نشه يي توکو سره د مبارزې ستراتیژي تصویب کړې ده.
سرګي ورشینین وویل چې هغه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو فعالیتونو کې د ډله ایز امنیت تړون سازمان ګډون ته په ښه نظر ویني.
نوموړی وايي، د ملګرو ملتونو په سوله ساتو عملیاتو کې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د ګډون قانوني چوکاټ لا دمخه جوړ شوی دی.