نړۍ

پر اسراییلو په هوايي برید کې یو تن ووژل شو

د پنجشنبې په سهار د اسرائیلو پلازمېنه تل آويـو کې بې پیلوټه الوتکې برید وکړ، چې د یمن حوثيانو یې مسوولیت ومانه.

اسرائیلي چارواکي وايي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې اسرایلو په تازه اقدام کې د غزې په جنوب کې پر المواسي ښار چې پخوا د خوندي سیمې په توګه نومول شوی و، برید کړی دی.

په داسې حال کې چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ جګړه روانه ده، یمني حوثیانو د جمعې په سهار د بې پیلوټه الوتکې په وسیله د تل آويو یوه برخه په نښه کړې ده.

د اسرائیلو پوځ وايي، چې دغه برید له یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې کار اخيستل شوى دى.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري وايي: «ایران په سیمه کې له غزې، یهوديه او سامره څخه په لویدیځه غاړه کې، له لبنان او سوریې څخه تر یمن پورې، لکه نن شپه د نيابتي ډلو څخه ملاتړ کوي او ورسره مالي او تسليحاتي مرستې کوي.»

په همدې حال کې، اسرائیلي پوځ د جمعې په ورځ د غزې په جنوبي ښار المواصي باندې چې د بې ځایه شویو خلکو پټنځای دی او په دې وروستیو کې د خوندي سیمې په توګه نومول شوی، برید وکړ.

د دې سيمې اوسېدونکي وايي، چې د دوی لپاره هېڅ خوندي ځای نه دی پاتې.

د الموصی اوسېدونکې عزیزه سلیمان امر وایی: «زموږ ځای نشته. کورمو  تللی، زه کور نه لرم. زما کور له منځه تللى. زما مېړه لاړ، نور خدای پوهېږي.  موږ ته يې وویل چې مواصي خوندي دی – خوندي ځای ته راغلو – کوم خونديتوب؟ په غزه کې داسې ځای نشته چې خوندي وي، دوی هغه کسان دي چې موږ ته یې وویل چې خان یونس ته لاړ شه، موږ ددوى د وينا سره سم راغلو، دوی موږ  ته په کمپ کې هم ضربه راکړه  – لاړ شه کېږدۍ ته دننه شه، ټولې د مرميو پارچې دي.»

تر دې وړاندې د لبنان حزب الله ډلې هم اسراییلو ته په غزه کې پر «ملکي وګړو» د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د اسراییلو او حماس د جګړې تلفات نږدې ۳۸زره ۹۰۰ کسانو ته رسېدلي دي. په اسراییلو کې د دې جګړې تلفات ۱۲۰۰ تنه دي.