افغانستان

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د پاکستاني طالبانو او د هغو غړو پر ضد دې پرېکنده اقدام وکړي چې د اسلام آباد په وينا، پر پاکستاني ځواکونو په وژونکو بریدونو کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن یوې خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان په بنو کې د تېرې اوونۍ په برید کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستان همدارنګه په اسلام اباد کې په دې اړه د طالبانو استازی هم احضار کړی دی.

پاکستان په بنو کانتون کې د جولای د پنځلسمې تروریستي برید او د حافظ ګل بهادر ډلې او پاکستاني طالبانو لخوا په پاکستان کې د وژونکو بریدونو لپاره د افغان خاورې د پرله پسې کارونې په اړه د طالبانو چارواکو ته سخته اندیښنه څرګنده کړې ده.

بلوچ په کابل کې د طالبانو حکومت ته په اشارې سره وویل، «موږ د افغانستان په موقت حکومت په کلکه غږ کوو چې د جولای د پنځلسمې د برید د عاملینو په وړاندې سمدستي، قوي او اغېزمن اقدام وکړي او په راتلونکي کې د داسې بریدونو مخه ونیسي.»

هغې زیاته کړې، چې دا ډول بریدونه دوه اړخېزه اړیکو او سیمه ییز ثبات ته زیان رسوي.

بلوچ وویل، «د بنو کانټون برید د افغانستان بېړنۍ اړتیا په لازموي، چې د افغانستان په پولو کې دننه د ترهګرو د پټنځایونو په وړاندې کوټلي او اغیزمن اقدام وکړي.»

طالبانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون رد کړی دی. د دې اونۍ په پیل کې، د طالبانو د رٸس الوزرا مرستیال، عبدالکبیر ويلي چې په افغانستان کې «هيڅ ډله» د دې توان نه لري چې آن کوچنۍ سیمه کنټرول کړي.

خو بلوڅ ويلي، چې د پاکستان له پرله پسې غوښتنو سره سره، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو شتون د سيمې سولې او امنيت ته جدي ګواښ دى.

هغې زیاته کړه، «موږ پر افغانستان غږ کوو چې د دغو ډلو پر وړاندې اغېزمن اقدام وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې تېره اوونۍ په یوه نوي راپور کې ویلي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې تر ټولو لویه ډله ده چې شاوخوا ۶زره۵۰۰ جنګیالي لري.