نړۍ

آکسيوس: بایډن د دې اونۍ په پای کې د ټاکنو له سیالۍ څخه وځي

د آکسيوس وېبپاڼې د ډیموکراټ ګوند د څو مشهورو او جګپوړو شخصیتونو په حواله راپور ورکړی چې د ګوند د کانګرس د مشرانو او نږدې ملګرو له خوا د فشارونو له زیاتېدو سره جوبایډن به د دې اونۍ په پای کې د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه په وتلو قانع شي.

د امریکا ۸۱ کلن ولسمشر چې اوس د کرونا ویروس له امله په قرنطین کې دی، په عامه توګه تر فشار لاندې راغلی چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله نوماندي پریږدي.

د آکسيوس په وینا، د ډيموکراټ ګوند لوړ پوړي مشران، ملګري او د دې ګوند اصلي تمویلونکي په دې باور دي چې بایډن نشي کولی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل عمر او ذهني روغتيا په اړه د خلکو رامینځته شوي ذهنيت بدل کړي، او نه یوازې دا چې دا ټاکنې نشي ګټلی؛ بلکې ممکنه ده، چې دیموکرات ګوند د سنا په مجلس کې هم خپل اکثریت له لاسه ورکړي.

آکسيوس زیاته کړې، چې د دیموکرات ګوند مشرانو جو بایډن ته ویلي چې که هغه په ​​سیالۍ کې پاتې شي، ډونلډ ټرمپ به په پریکنده توګه بريالى شي او د نومبر د ټاکنو لپاره به د بایډن میراث او دیموکراتانو امیدونه له مینځه لاړ شي.

دیموکراتان په بشپړ ډول تمه لري د جمهوري غوښتونکي ملي کنوانسیون وروسته ټولپوښتنې به د جمهوري غوښتنونکو ګوند په ملاتړ احتمالي ضربه وښیې، چې پدې معنی کیدی شي دوی به کانګرس هم له لاسه ورکړي.

آکسيوس د امریکا د استازو د مجلس پخوانۍ مشره نانسي پلوسي د بایډن د لیرې کولو د کمپاین مشره وبلله او لیکلي یې دي چې هغې بایډن ته ویلي چې په سیالۍ کې د هغه پاتې راتلل  به د ډیموکراټانو  د استازو جرګې د بېرته اخيستلو جانس بېرته واخلي او په ورته وخت کې د ګوند مالي مرستو د بندېدو سبب شي.