افغانستان

ټرمپ: افغانستان د امریکايي وسلو پر «ستر پلورونکي» بدل شوی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ملي غونډې ته په وینا کې  له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ناکامه وتلو له امله پر جوبایډن نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد له امریکايي پوځیانو د پاتې شويو وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوى.

ښاغلي ټرمپ ويلي چې هغه د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال عبدالغني برادر څخه چې هغه وخت د مذاکره کوونکي پلاوي مشري يې کوله په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی و چې طالبان دې پر امریکايي ځواکونو بریدونه ودروي.

هغه زیاته کړې ده، چې له طالبانو سره د خبرو اترو په ۱۸ میاشتو کې د طالبانو له خوا پر امریکايي ځواکونو هېڅ برید نه دی شوی.

هغه وويل:«ما هغه [غني برادر] ته وويل، چې که دې کار ته ادامه ورکړٸ، تر هر هغه چا به ډېر وځپل شي، چې تر دې مخکې کوم هېواد لخوا مو ضربه خوړلي وه، هغه وويل زه پوهېږم، عالي جنابه. هغه ماته د جلالتماب خطاب وکړ. زه حیران یم چې ایا بل څوک [بایډن] به د جناب په نوم ياد کړي»

ټرمپ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل «ناورین» او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بد ذلت وباله او زیاته یې کړه، چې امریکا هېڅکله داسې تحقير شوې نه وه.

د امریکا پخواني ولسمشر د بګرام پوځي اډه د امریکايي ځواکونو په واک کې د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا د چین له اټومي وسلو یو ساعت لرې ده.

هغه وويل: «زما بګرام خوښېږي، د افغانستان له امله نه؛ بلکې د چين له امله. دغه اډه له چین څخه یو ساعت واټن لري، چیرې چې چین اټومي وسلې جوړوي.»

د متحده ايالات له ۲۰ کلن حضور وروسته د ١٤٠٠هـ لمريز کال د زمري میاشت کې له افغانستانه ووتل. د امریکا وتل د طالبانو له واک ته د رسېدو او د پخواني حکومت له نسکورېدو سره مل وو.