روغتیايي چارواکي او د غزې اوسېدونکي وايي، چې د پنجشنبې ورځ( چنګاښ۲۸) د غزې په مرکزي سیمو کې د کډوالو پر یوه کمپ باندې د اسرائیلي ځواکونو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۱ تنه ووژل شول.
د دوی په وینا، اسراییلي ځواکونو د بې ځایه شویو تاریخي کمپونه بمبار کړي او اسراییلي ټانکونو هم د رفح په جنوب کې ژور بریدونه کړي دي.
روغتیايي چارواکي وايي، د زویدا ښارګوټي، بوريج او نصيرات کمپونو او د دیرالبلاح د ګڼې ګوڼې ښار کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د امریکا کانګرس ته وینا وکړي، په ناڅاپي ډول د رفح په شاوخوا سیمه کې له اسرائیلي پوځیانو سره لیدنه وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نتانیاهو اسراییلي پوځیانو ته ویلي چې پوځي فشار د هغو ۱۲۰ اسراییلي يرغمل شویو د بېرته ستنېدو په اړه چې لا هم په غزه کې بندیان دي، پايله ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له یو میلیون څخه زیات خلک پناه غوښتنې په لټه کې په رفح کې اوسېږي، په شمال کې د لا زیاتو شخړو په پیلېدو او پر دغه ښار باندې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیل سره، یو زیات شمیر یې بیا ویستل شوي او بې ځایه شوي دي.
د حماس او اسرایلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۳۹ زره فلسطینیان وژل شوي دي. ښځې او ماشومان هم پر غزې د اسراییلو د بریدونو قربانیان دي.