نړۍ

غزه کې په یوه ورځ او شپه کې ۵۴ تنه ووژل شول

په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځ بريدونه په زياتېدو دي، د اسرائیلو د ملي امنيت وزير وايي، هڅه کوي چې د اسرائیلي برمته شويو د خلاصون په بدل کې د اسرائيلو لومړی وزير د يوې هوکړې تر فشار لاندې رانشي.

د اسرائیلو د کابینې دغه جګپوړی چارواکی ټینګار کوي چې باید پوځي فشار زیات شي څو دغه هېواد له حماس سره جګړه وګټي.

په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسرائیلو په برید کې ۵۴ تنه وژل شوي دي

د اسرائیلو د ملي امنيت وزير وايي، تر خپله وسه به هڅه وکړي چې د اسرائیلي برمته شويو د خلاصون په بدل کې د اسرائيلو لومړی وزير د يوې هوکړې تر تر فشار لاندې نه شي.

د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر چې د پنجشنبې په ورځ یې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې له الاقصی جومات څخه لیدنه وکړه، وویل چې په غزه کې به پوځي فشارونه زیات شي او اسرائیلي یرغمل شوي بندیان به له کومې هوکړې پرته خوشې شي.

ایتامار بن ګویر، د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر وایی: »زه دعا کوم او همداراز سخته هڅه کوم چې لومړی وزیر د نه منلو جرائت ولري او موخو ته تر رسېدو پورې دوام ورکړي او د ګټلو لپاره نظامي فشار زیات کړي.»

په همدې حال کې اسرائیلي وګړي په پرله پسې ډول لاريونونه کوي او د دغه هېواد له حکومته غواړي چې له حماس سره دې د اسرائیلي بنديانو د خلاصون لپاره يوه هوکړه وکړي.

خو د اسرائیلو پوځ د غزې تړانګې په مرکز کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۵۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

په دې شمېر سره په غزه کې د ټولو تلفاتو شمېر ۳۸۸۴۸ ته ورسېد.