افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې تر ٢زرو ډېر کډوال  ايستلي

انځور له آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې ٢ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون( چهارشنبه، د چنګاښ  ٢٧مه) له ایران او پاکستان څخه ۲زره۲۴۳ کسان په زور او په خپله خوښه ایستل شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران ۲زره۲۱۲ او پاکستان ۳۱ کسان ایستلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ياد وزارت وايي، ۳۱ تنه د تورخم له لارې له پاکستانه راستانه شوي دي.

په همدې حال کې د دغه خبرپاڼې پر بنسټ، يو زرو ١٩تنه د هرات د اسلام کلا له لارې او يو زرو ٩٣تنه د پل ابرېشم د پولې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې ایران او پاکستان يو زرو۴۰۸ نور افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه ويستلي وو.