ټاکل شوې چې د سوک وهنې نړیوال فدراسیون راتلونکې میاشت په افغانستان کې د«روزونکو سیمینار» جوړ کړي.
د هېواد د سوک وهنې فدراسیون چارواکو ويلي چې سیمینار به د لیتوانیا د سوک وهنې د يوه ستوري لخوا په آنلاین بڼه جوړ شي.
د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون د چارواکو په وینا، دغه سیمینار به د ۱۰ ورځو لپاره (د اګسټ له ۱۲مې تر ۲۲مې پورې) دوام وکړي.
د دغه ويناوو پر بنسټ په دې سیمینار کې به له افغانستان څخه د سوک وهنې روزونکي برخه واخلي.
د يادولو وړ ده، چې دا په افغانستان کې د سوک وهنې د نړیوال فدراسیون لخوا د روزونکو لپاره د سیمینار دوهم پړاو دی.