نړۍ

جرمني له اوکراین سره خپلې پوځي مرستې نیمايي ته راکموي

جرمني به تر ۲۰۲۵ کال پورې له اوکراین سره خپلې پوځي مرستې نیمايي ته راکمې کړي.

ګارډین راپور ورکړی چې د آلمان حکومت هیله څرګنده کړې چې اوکراین به وکولای شي د خپلو پوځي اړتیاوو لویه برخه د ۵۰ ملیارد ډالرو پور په مرسته د «روسیې کنګل شویو شتمنیو» څخه پوره کړي.

تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و، چې داسې اسناد یې لیدلي، چې له مخې یې جرمني په پام کې لري په ۲۰۲۵ کال کې له اوکراین سره خپلې پوځي مرستې څلور میلیارده یورو ته راکمې کړي.

د ګارډین د راپور له مخې، د آلمان د مالیې وزیر کریسټین لیندز پرون (چهارشنبه، د جولای ۱۷مه) ویلي: «د اوکراین مالي تمویل د اروپايي وسایلو او جي ٧ ډلې پورونو له امله د راتلونکي لپاره تضمین شوی دی. آلمان په پرله پسې ډول د ناټو هغه هدف ته له پامه غورځولو له امله له نیوکو سره مخ شوی چې د خپل ناخالص تولید دوه سلنه په دفاع باندې لګوي. خو پلان لري چې تر ۲۰۲۵ کال پورې پرې عمل وکړي.»

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزیر روستم عمروف ویلي دي چې آن ډونلډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره بريا وروسته به هم، د روسیې د «تېري کوونکو» ځواکونو پر وړاندې د مبارزې لاره ومومي.

د اوکرایین د دفاع وزیر وايي: «موږ د امریکا په رهبرۍ باور لرو او باور لرو چې متحده ایالات غواړي شریکان او متحدین يې هم پیاوړي شي.په دې پړاو کې، موږ به د جګړې په ډګر تمرکز وکړو. که د امریکا د ټاکنو پایلې هر څه وي، موږ به د حل لارې ومومو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ګارډین د راپور پر بنسټ، اوکراین او روسیې پرون (چهارشنبه د جولای ۱۷مه) ۱۹۰ جنګي بندیان تبادله کړل.