افغانستان

طالبانو په کندهار کې یو خبریال نیولی

طالبانو په کندهار کې سیمه ییز خبریال محمد یار مجروح نیولی دی.

د افغانستان د خبريالانو  مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی مجروح  تېره  شنبه ( د چنګاښ ۲۲مه)  نیول شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د نیول کېدو څرنګوالی او لامل نه دی څرګنده شوی.

د طالبانو د سیمه ییزې ادارې یوې سرچینې د ښاغلي مجروح نیول کېدل تایید کړي دي.

د دغه سرچينې په وينا، ښاغلى مجروح د کندهار د محکمې له خوا احضار او نيول شوى دى.

دغه خبریال پخوا د طلوع نیوز ټلویزیون د خبریال په توګه کار کاوه او د ١٤٠٢هـ لمريز کال په سلواغه میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوى و.

طالبانو د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال لسګونه خبریالان نیولي دي. د بشري حقونو یو شمېر بنسټونوهم د طالبانو له خوا د یو شمېر خبریالانو د شکنجې راپورونه ورکړي دي.