د ماشومانو د ساتنې نړیوال بنسټ (سېف د چلډرن) وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستيو سختو بارانونو او توپانونو له امله شاوخوا يوزرو۵۰۰ ماشومانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
دغه بنسټ وايي، په کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د ۸۵۸۰ زره ماشومانو په ګډون ۱،۳۶ میلیونه کسان اغېزمن شوي دي.
د ماشومانو د ساتنې نړیوال بنسټ زیاته کړه، «افغانستان په لسیزو کې تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی.»
د راپور له مخې، په تورخم کې د راستنېدونکو یو مرکز هم په وروستیو طبیعي پېښو کې زیانمن شوی دی.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې له پاکستانه د راستانه شویو ۶۴۹زره کډوالو نیمایي یې ماشومان دي.
د راپور له مخې، په دغو طبیعي پېښو کې د مخابراتي شبکو او د تګ راتګ ځينو لارو ویجاړېدو اغېزمنو سیمو ته رسېدل ستونزمن کړي دي.
د دې سازمان په وینا، د موسم بدلون او فقر په افغانستان کې تر بل هر ډلې زیات پر ماشومانو منفي اغېزه کړې ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې نړیوال بنسټ مشر ارشد مالک وايي: «افغان ماشومان له لسیزو راهیسې ځپل شوي دي او ویجاړونکو سېلابونو په پرله پسې ډول په هېواد کې زیانونه اړولي دي.»
د راپور له مخې، ښاغلي مالک د موسمي بدلون د بحران پر وړاندې د شته اړتیاوو د ځواب او اوږدمهاله پلان جوړولو لپاره د لا زیاتو نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان وايي، د ماشومانو د ساتنې نړيوال بنسټ له خوا د افغانستان زيانمنو سيمو ته د بېړنيو اړتياوو د حل لپاره څو ټيمونه لېږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شمېرو له مخې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځ کې سختو بارانونو او توپانونو ۴۰ تنه مړه او څه باندې ۳۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.