نړۍ

د امریکا پولیسو د جمهوري غوښتونکو ملي غونډې ته نږدې یو کس په ډزو وواژه

د متحده ایالاتو رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو د جمهوري غوښتونکو د ملي غونډې کوربه ښار میلواکي کې یو سړی په ډزو وواژه.

د راپورونو له مخې دغه سړي پر دریو پولیسو د چاقو برید وکړ او پوليسو پر هغه ډزې وکړې.

د اسوشیېټډ پرېس په وینا، د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، ډزې د جمهوري غوښتونکو له ملي کنوانسیون څخه دوه کیلومتره لرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې جمهوري غوښتونکو د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول ډونلډ ټرمپ د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د خپل نوماند په توګه وټاکه.

ښاغلي ټرمپ له ناستې دوه ورځې وړاندې، په یوه کمپاين  غونډې کې وویشتل شو او په ښي غوږ کې ټپي شو.

خو برید کوونکی سمدستي د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شو.

د يادولو وړ ده، چې امنیتي مامورين د میلواکي ډیری بېلابېلو برخو ته تللي؛ ترڅو د غونډو امنیت ټينګ کړي.

تراوسه د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي او نه هم د ډزو او د جمهوري غوښتونکو د غونډې تر منځ د احتمالي اړیکو په اړه نور معلومات نه دي راپور شوي.