افغانستان

په باميان کې ترافيکي پيښې له  دوه تنو ژوند واخيست

په باميان ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله دوه تنه مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي.

د باميان د امنيې قوماندانۍ وياند محمد خواني رسا رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه تېره ورځ(سه شنبه، چنګاښ  ٢٦) مازيګر مهال د باميان مرکز اړوند د دهن اهنګران په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې درې ښځې او يو ماشوم هم شامل دي.

په بامیان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، پېښه د برېښنا له ستنې سره د يو کرولا ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې تر اوسه لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافيکو رياست مسٶلينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.

د يادولو وړ ده، چې د بغلان ولایت د سالنګ پر لویه لار د یکشنبې په ورځ په یوه ترافيکي پېښه کې ۱۷ تنه مړه او ۳۴ نور ټپیان شول.

سرچینو آمو ته د پیغامونو او عکسونو په رالیږلو سره ويلي و، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو« ۵۸۰ » ډوله مسافر وړونکی موټر چپه شو.