نن (سه شنبه د چنګاښ ۲۶مه) د افغانستان د شاهي نظام پر ضد د محمد داوود خان د «سپېنې کودتا» يو پنځوسمه کلیزه ده.
د ۱۹۷۳ کال د چنګاښ په ۲۶مه د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر د تره زوى محمد داوود د پوځ په مرسته د « له وینې بهېدنې پرته د سپينې کودتا» په ترڅ کابل کې واک تر لاسه کړ او په افغانستان کې یې لومړی جمهوریت اعلان کړ .
دا کودتا په داسې حال کې وشوه چې پخوانی افغان پاچا محمد ظاهر د سترګو د ناروغۍ د درملنې لپاره ایټالیا ته تللی و.
له کودتا او په هېواد کې د داوود خان له خوا د جمهوریت له اعلان وروسته، ظاهر شاه خپل استعفا لیک له ایټالیا څخه کابل ته ولېږه.
محمد داوود د جمهوریت په لومړیو ورځو کې له ځینو کیڼ اړخو ګوندونو لکه د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند سره ملګرتیا وکړه او هڅه یې وکړه چې هیواد له فقر او وروسته پاتې والي راوباسي.
خو د داود خان هغو د اقداماتو له امله، چې له سعودي عربستان او ایران سره د اړیکو د نږدې کېدو لامل شول، مسکو په غوسه کړ.
د ١٣٥٧هـ لمريز کال په غويي میاشت کې محمد داود اړ شو چې د نور محمد ترکي او کارمل په ګډون یو شمېر کیڼ اړخي مشران زنداني کړي.
د کیڼ اړخو ګوندونو له مشرانو سره د داوود خان دغه چلند د افغانستان د خلق ډیموکراټيک ګوند له خوا د غويي د اوومې کودتا او د داوود خان د حکومت د نسکورېدو لامل شو.
محمد داود د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ډېرې پرمختللې تګلارې وړاندې کړې، چې په هغو کې د افغانستان د عصري کولو پلان، د ښځو د خوځښت رامنځته کول، اقتصادي پلان جوړونه او د لويو فابريکو جوړول شامل دي.
نوموړی د ١٣٥٧ کال د غويي میاشتې په ۷ نیټه د کودتاه کوونکو لخوا د خپلې کورنۍ له ۱۸ غړو سره ووژل شو.