نن (سه شنبه د چنګاښ ۲۶مه) د محرم الحرام لسمه د عاشورا ورځ ده.
دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې طالبانو په ټول هیواد کې د محرم په مراسمو سخت محدودیتونه وضع کړي دي.
یو شمېر شیعه عالمانو، مدني فعالانو او سیاسي څېرو د افغانستان له شیعه وګړو سره د طالبانو دغه کړنه او چلند په هېواد کې له دیني ارزښتونو سره په ټکر کې بللی او غندلی یې دی.
د هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو د محرم بیرغونه ښکته کړي او د محرم د مراسمو د ترسره کېدو مخه یې نیولې ده.
د یوه سند پر بنسټ، چې یوه کاپي یې آمو ته هم رسېدلې ده، طالبانو سږ کال د محرم مراسم له لسو ورځو درېیو ورځو ته راکم کړي او د دې مراسمو نمانځل یې د کابل ښار په څو برخو پورې محدود کړې دي.
له بلي خوا له هراته سرچينو ويډيوګانې راليږلي دي او ويلي يې دي چې طالبانو غوښتل د هرات ښار په حاجي عباس کلي کې د ماتم کوونکو بيرغونه ښکته کړي، خو د سيمې اوسېدونکو او حسيني ماتم کوونکو يې مخه ونيوله.
د ویلو ده، چې په هرات کې حسیني ماتم کوونکو د دوی پر وړاندې د طالبانو له لوري د لګول شویو بندیزونو پر ضد د شپې له خوا پر سړکونو پراخ لاریونونه وکړل.
په ورته وخت د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایکس کې د دغې ورځې په مناسبت لیکلي دي: «د اسلام د سپیڅلي دین لارښوونه زموږ د خلکو د یووالي او ورورګلوۍ محور دی چې د ملت د یووالي او اتفاق په پياوړتيا کې یې اساسي رول لوبولی دی، تر څو افغانستان د اسلامي هېوادونو په منځ کې د يووالي د يوې بريالۍ بېلګې په توګه وپېژندل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې یوه طالب چارواکي تېره اوونۍ له شیعه عالمانو سره په یوه کنفرانس کې د محرم مراسم «بدعت» بللي وو.