د بغلان ولایت اړوند د سالنګ پر لویه لار د ترافیکي پېښې په پایله کې ۱۷ تنه مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.
سرچینو آمو ته د پیغامونو او عکسونو په استولو ویلي، چې دا پېښه نن سهار (د چنګاښ ۲۶ مه) د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په شمالي سالنګ تخته سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يوه «۵۸۰» ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو امله رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د دې پېښې په قربانيانو کې درې ماشومان او دوه ښځې هم شاملې دي.
دغو سرچينو زياته کړې، چې ټپيان د پلخمري ښار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې تر اوسه لسګونه کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.
په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶلينو تر دې وړاندې ويلي و، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې غورۍ او همدارنګه د موټرونو د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې دي.