د وسله والو له خوا پر یوې پوستې په برید کې څلور پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون لسګونه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، په برید کې یوه زوروره چاودنه شوې او وروسته درنې ډزې هم شوې دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو ويلي، برید د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۵ مه) شوى او وسله والو د بنو ښار د کانتون سیمې ته د نفوذ هڅه کوله.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تېرې شپې تر ناوخته پورې هم له سیمې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
دغه رسنیو ویلي دي چې د برید موخه د پاکستاني امنیتي ځواکونو د اکمالاتو یو ګودام و.
یوه پاکستاني امنیتي چارواکي وویل:«دوه ځانمرګو بریدګرو لومړی پر پوستې برید وکړ او بیا څو نور په ننوتلو بریالي شول؛ خو هغوی محاصره شول.»
یوه ځايي اوسېدونکي ویلي، چې د بنو له ښاره ۱۵ کیلومتره لرې د دومل په سیمه کې یې د چاودنې غږ اوريدلى دى.
د سیمې دغو اوسیدونکو ویلي چې دوی د پوستې له پورتنۍ برخې څخه تور لوګي لیدلي او د کانتون په سیمه کې یې د ډزو غږونه هم اوریدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي ویلي، له چاودنې وروسته د بنو ولسوالۍ په ښاري او کلیوالي سیمو کې ګزمې زیاتې شوې دي.