افغانستان

په ننګرهار کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله د مړو شمیر ۴۰ تنو ته ورسید

په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله د مړو شمیر ۴۰ تنو ته رسیدلی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان وايي، په ننګرهار کې پرون (دوشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) په طبیعي پېښو کې ۴۰ تنه مړه او ۳۴۷ نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې په دې پېښو کې د استوګنې ګڼ شمېر کورونه هم زيانمن شوي دي.

تر دې مخکې په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د نشراتو آمر صديق الله قريشي ويلي و، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو ترڅنګ طوفانونو او سختو بارانونو کرنيزې ځمکې هم زيانمنې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې ورځې سېلابونو په پنجشېر او بدخشان ولايتونو کې هم ډېر زيانونه اړولي دي.