افغانستان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمانونه د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي

انځور له آرشيف

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې یې مرستندویه سازمانونه د بودیجې له «سخت کمښت» سره مخ دي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي: « د بشرپالنې مهم عملیات د تمویل د سخت کمښت له امله په خطر کې دي»

ملګري ملتونه وايي، چې له زياتو مالي مرستو پرته به اوچا او نورې مرستندويه ادارې ونه شي کولى چې په هېواد کې ميليونونو اړمنو ته اړين روغتيايي، خوراکي توکي او د خونديتوب خدمتونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، چې د نورو شپږو میاشتو لپاره د هیواد اړو خلکو ته د رسیدو لپاره ٦١٧ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ١٣ میلیونه او ٤٠٠زره وګړو د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یوازې له یو میلیون وږو سره مرسته کولای شي او نور ۱۱ میلیونه به د بودیجې د نشتوالي له امله له مرستو بې برخې پاتې شي.