په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا په نوم بنسټ وايي، په داسې حال کې چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د بشپړ امنیت «ټينګښت ادعا» کوله، خو له ناکامۍ وروسته، دوی اوس غواړي د «حسیني ماتم کوونکو په ځپلو، شکنجه کولو او ان وژلو» سره د محرم لسم او عاشورا له لمانځلو څخه خلک لاس په سر کړي.
دغه بنسټ پر حسیني ماتم کوونکو او افغانانو غږ کړی چې د محرم د لسمې او عاشورا د ورځو امنیت پخپله ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان پر شیعه وګړو د دوى د عالمانو له لورې د ماتم د مراسمو په ترسره کولو محدوديتونه وضع کړي دي.
تر دې مخکې سرچینو آمو ته د ويډيو ګانو په استولو سره ویلي و چې طالبانو د هرات ښار د حاجي عباس په محله کې د حسیني ماتم کوونکو د بیرغونو د ښکته کولو هڅه وکړه؛ خو ځايي خلکو د طالبانو د دې کار مخه ونيوله.
په همدې حال کې په هرات کې هم شیعه ګانو د شپې له خوا د طالبانو د محدوديتونو پر ضد لاریون کړی دی.
د يادولو وړ ده، طالبانو په یوه لیک کې، چې وړاندې يې یوه کاپي آمو ته رسېدلې، په هېواد کې له شیعه ګانو غوښتي چې د امنیتي شرایطو له امله دې د ماتم مراسم دې په محدوده توګه ترسره کړي.
دا لیک چې د یو شمېر شیعه عالمانو لخوا لاسلیک شوی، د ماتم مراسم يې تر دریو ورځو پورې محدود کړي دي.