نړۍ

ټرمپ رسما د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند شو

ډونلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ګوند له خوا په رسمي ډول د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند په توګه نومول شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې دا پرېکړه د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون په ناسته کې شوې ده.

د يادولو وړ ده، چې د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون ناسته دوشنبه، پر ټرمپ له ډزو دوه ورځې وروسته په میلواکي کې ترسره شوه.

د راپور له مخې، د دغه ګوند غړی سناتور جې ډي وینس د مرستیال ولسمشر د څوکۍ لپاره د نوماند په توګه اعلان شوی دی.

ډونلډ ټرمپ پرون د «تروت» ټولنیزې شبکه کې د ښاغلي وینس د نومونې خبر اعلان کړ.

هغه وویل، «جي ډي به د ولسمشر د مرستیال په توګه د اساسي قانون لپاره مبارزې ته دوام ورکړي. زموږ د پوځ تر څنګ به ودرېږي او هر هغه څه به وکړي چې له ما سره مرسته کوي څو امریکا بیا باعظمته کړو.»

ټرمپ خپل ټاکنيز مرستيال د جمهوري غوښتونکو د غونډې په پیل او د هغه په کمپاین غونډې کې د هغه د وژنې له ناکامې هڅې یوازې دوه ورځې وروسته اعلان کړ.

په لومړيو کې دغه غونډه په میلواکي کې د څلور ورځو لپاره جوړه شوه، د جمهوري غوښتونکو ګوند اعلان وکړ چې دوی په رسمي توګه د خپل کاندید په توګه د ټرمپ د نومولو لپاره په کافي اندازه په ايالاتونو کې ددې ګوند د استازو رايې لاسته راوړي دي.

رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې د فلوریډا جمهوري غوښتونکي سناتور مارک روبیو او د شمالي ډاکوټا مشر دوګ برګام د ټرمپ د مرستیال ولسمشریزو نوماندانو له غواروي لرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ درې ورځې وړاندې له یوه برید څخه روغ وتلی و او یوازې د هغه ښي غوږ سطحي ټپي شوی و.

اېف بي آى لا تر اوسه د دې وژنې د ناکامې هڅې انګیزه نه ده موندلې.