د هېواد په شمال، فاریاب ولایت کې سرچینو آمو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د دولت پخوانی سرتېری خیرالله د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
سرچينو زياته کړې، چې دغه پېښه نن سهار (د چنګاښ ٢٥مه) د ميمنې ښار د پنځمې ناحيې اړوند په لومړۍ امنيتي حوزه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينو زياته کړې، چې دغه پخوانى سرتېرى د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ د تيلان کلي اوسېدونکى و.
د پېښې انګېزه تراوسه نه ده څرګنده.
طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ګڼو راپورونو له مخې، طالبان د پخواني حکومت د سرتېرو او حکومتي چارواکو په غير قانوني وژنو، شکنجو او زنداني کولو کې لاس لري.