په سرپل ولایت کې د طالبانو امربالمعروف مرکزي دفتر وايي، د موسیقۍ ۱۰۰قلمه وسایل یې راټول کړي او سوځولي دي.
دطالبانو دغه رياست په یوه خبرپاڼه کې زياته کړې، چې د موسیقۍ دغه وسایل يې د يو کال په اوږدو کې له ودونو، هوټلونو، کورونو او نورو غونډو راټول کړي دي.
طالبانو پر افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته ویلي، چې د شریعت له مخې د موسیقۍ اورېدل او غږول حرام دي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د موسیقۍ وسایلو ته اور اچوي، طالبانو تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې د موسیقۍ د وسایلو د سوځولو خبر ورکړل شوی دی.