افغانستان

په هېواد کې سېلابونو درې تنه ټپيان کړل

د طالبانو تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې په شپږو ولایتونو کې د سېلابونو له امله درې تنه ټپیان شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سېلابونو په بامیان، میدان وردګو، پنجشیر، کونړ، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشېر ولايت د شتل او عنابې ولسواليو لويه لاره هم د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

د پنجشیر ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالله فاروقي په یوه ویډیو کې ویلي چې دا لویه لار د سېلابونو له امله تړل شوې ده.

هغه له ښاریانو په ځانګړې توګه د پنجشیر ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې پر دې لاره تګ راتګ نه کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې په ولایتونو کې د سېلابونو له امله د استوګنې یو کور ویجاړ شوی او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د يادولو وړ ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې ویجاړونکو سېلابونو سلګونه کسان وژلي او ستر مالي زیانونه یې اړولي دي.