د طالبانو تر منځ د اختلافاتو د شتون سربېره د دوى درې امنیتي چارواکو سراج الدین حقاني، یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق په کندهار کې د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره لیدلي دي.
د طالبانو ویاند د دې ناستې خبر له پر اېکس له خپرولو وروسته پاک کړ، خو د دوشنبې په سهار يې بیا خپور کړ.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر اېکس ددغه خبرپاڼې په نشرولو سره ويلي، چې د امنیتي، کشفي او دفاعي ارګانونو ، دغه ليدنه د راپورونو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې ده.
خو یو شمېر کارپوهان وايي، دغه ناسته د طالبانو له مشرانو سراج حقاني، یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق ترمنځ د اختلاف له امله شوې ده.
تر دې مخکې حقاني متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره کتلي وو، چې د طالبانو سعودي عربستان ته د هغه د تګ موخه د حج د فریضې ادا کول يادکړي و.
وروسته له هغې، د طالبانو مشر په کندهار کې یوې غونډې ته په وینا کې طالب چارواکو ته ويلي که غواړي له واکه یې لیرې کړي، په اتحاد دې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته له سفر وروسته کندهار ته دا د سراج حقاني لومړى سفر او له هبت الله اخندزاده سره يې لړمړى ليدنه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د عباس ستانکزي په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په پرله پسې ډول پر خپل مشر نیوکې کړي او ویلي یې دي چې بايد د مشورو پربنسټ حکومتولي وکړي.