په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپلو ویاندویانو سره په ناسته کې ويلي چې په ټولنیزو شبکو کې دوه ډوله فعالان دي. یو هغه ډله خلک دي چې د طالبانو تابع دي او د هغوی ملاتړ کوي، او بله ډله هغه خلک دي چې د«د شهرت او شخصي ګټو پر بنسټ»شیان خپروي.
هغه د طالبانو له ویاندویانو وغوښتل چې د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په ټولنیزو شبکو کې د دوى ملاتړ کوي.
متقي زياته کړې، چې د طالبانو وياندويان بايد د رسمي کارونو تر څنګ په ټولنيزو شبکو کې هم د هغوی «ملاتړي وياندان» وي.
په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو ویاندویانو ته وویل:«هغه خبرې وکړٸ، چې د امارت (طالبانو) او اسلام په ګټه وي.»
هغه د طالبانو تر ادارې لاندې د چارو د پرمختگ په برخه کې د واضح پلان او اجنډا د نشتوالي نیوکې ته هم اشاره وکړه او ویلي يې دي، چې د طالبانو د مشر مناسبتي پیغامونه د هغوی د« ټولو چارو پلان او اجنډا» بنسټ دى.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو واک ته له رسېدو راهيسې پر رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د هېوادوالو پر فعالیتونو سخت سانسور وضع کړى دى.
طالبانو په تېرو دريو کلونو کې د ټولنیزو شبکو لسګونه فعالان په خپلو چارواکو او حکومت د نیوکو له امله نیولي، بندیان کړي او شکنجه کړي دي.