بې وزلي، بېکاري او ناڅرګند راتلونکي د هېواد یو شمېر ځوانان اندېښمن کړي دي. یو شمېر ځوانان وايي، چې په اوسنيو حالاتو کې د ژوند فشارونه د دوى له توانه پورته دي او د کار موندلو زمینه هم ورته برابره نه ده.
دوی وايي له بې وزلۍ او بېکارۍ څخه ستړې شوي دي.
د کابل يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل:«په افغانستان کې د ژوند فشار دومره زيات شوى، چې که يو کس کار کوي، اته نور پرې تکيه کوي.»
د کابل يو بل اوسېدونکی وايي: «په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي، د خپلو اولادونو ته رسيده ګي نشو کولى، چې زده کړې وکړي او درس ووايي، د کورنۍ ته رسيده ګي نشو کولى. زه په يوه دوکان کې کار کوم او د کورنۍ ١٢ غړي لرم، ورته رسيده ګي نشم کولى.»
يو شمېر نجونې او ښځې وايي، چې د طالبانو له خوا د دوى پر زده کړو او کار محدوديتونه د دوی د خپګان لامل شوي دي.
ډاکټران وايي، په تېرو دریو کلونو کې په خپګان د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.
د رواني ناروغیو یو متخصص وايي، ډېری ځوانان د کار د نشتوالي، د نجونو له زده کړو بې برخې کېدو او د بوډاګانو تقاعد د نه ورکړې له امله په خپګان اخته شوي دي.
ذکريا بارکزى د رواني نارغيو متخصص وايي: «په هره لسيزه کې د حالاتو او شرايطو له مخې دا شمېره ٤٠ وه؛ خو نن ورځ موږ د افغاني ټولنې له ٧٥ سلنې څخه زيات وګړي د بېلابېلو لاملونو له امله په خپګان اخته لرو او په تېرو دريو کلونو کې د خپګان ګراف لوړ شوى دى.»
یو شمېر ډاکټران د رواني ناروغیو د مرکزونو نشتوالی یوه جدي ستونزه بولي او وایي، جنسيتي تبعیض د نجونو او ښځو ترمنځ خپګان او رواني ستونزې زیاتې کړي دي.
يو شمېر ښاريان وايي، بې وزلي، بېکاري، پر ښځو او نجونو د طالبانو محدوديتونه او نا ټول څرګنده شرايط د خپګان لامل شوي دي.
افغانستان له تېرو دریو کلونو راهیسې له اقتصادي بحران سره مخ دی. د کړکېچ پر مهال، طالبانو په مرستندويه ادارو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی او له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوې دي.
امریکايي چارواکي او ملګري ملتونه وايي، پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه د افغانستان د اقتصادي بحران یو لامل دی.