د امریکا کانګریس د یو پرېکړه لیک په تصويبولو له طالبانو غوښتي چې جورج ګلزمن او دوه نور امریکایي وګړي له «قيد او شرط پرته» خوشې کړي.
د امریکا د کانګرس په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې دغه امریکایي وګړي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په پنځمه پرته له کوم دليله د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
په دغه پرېکړه لیک کې راغلي، «۶۵ کلن جورج ګلزمن د افغانستان د کلتوري وضعيت د د ليدنې او تاریخي څېړنې لپاره په پنځه ورځني سفر افغانستان ته تللى و.»
د فولي په نوم يوې خيريه ټولنې د ښاغلي ګلزمن په اړه ليکلي، چې افغانستان ته يې په قانوني ډول سفرونه کړي او د خپلو فعاليتونو ډېره برخه يې د کلتور او فرهنګي اثارو په سپړلو متمرکزه ده.
د واشنگټن ایگزمینر د راپور پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر مخکې ویلي وو چې جورج گلزمن، محمود حبیبي او راين کوربټ د طالبانو په زندانونو کې درې امریکایي بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دوحې له دريمې غونډې څخه تر راستنېدو وروسته يوې خبري غونډې ته ويلي، چې له امريکايي پلاوي سره يې د بندي امريکايي وګړو د برخليک په اړه خبرې کړې دي.
د يادولو وړ ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټل د دوحې د غونډې په دویمه ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د دوحې د غونډې په څنډه کې د طالبانو له پلاوي سره کتلي او د امریکايي وګړو د خوشې کولو په اړه یې په خبرو کې ټينګار کړى دى.