افغانستان

په بدخشان کې د ترافيکي پيښې له درې تنو ژوند واخيست 

په بدخشان ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه  او ١٣ تنه نور ټپيان شوي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس د راپور له مخې دغه پېښه پرون(شنبه، د چنګاښ  ٢٣) د دغه ولايت په کشم ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د «پيکپ» موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو ترادارې لاندې دغه آژانس وايي، ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ١٦تنو کارګرانو غوښتل د دغه ولسوالۍ په بلوچ کلي خپل کار ځای ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ -ژوبله اوښتې ده.

په هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافيکو رياست مسٶلينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.