د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې په پنسلوانیا کې د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو پر نوماند ډونلډ ټرمپ باندې برید «غندي».
د امريكا ولسمشر ويلي: «په امریکا کې د دې ډول تاوتریخوالي لپاره ځای نشته.»
بایډن پر اېکس لیکلي: «د دې په اوریدلو چې هغه (ټرمپ) روغ او ښه دی، منندوى يم، زه د هغه او د هغه د کورنۍ او ټولو هغو کسانو لپاره چې په کمپاين غونډې کې وو دعا کوم.»
په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ياد بريد په غبرګون کې ويلي، چې« دا برید زموږ د ډیموکراسۍ لپاره یوه غمیزه ده.»
هغه پر اېکس ليکلي: «فرانسه د امریکا د خلکو شوک او غوسه کې شريکه ده.”
ښاغلي مکرون همداراز زیاته کړې، چې هغه ډونالډ ټرمپ ته د رغېدو هیله کوي.
پر ډونلډ ټرمپ په پنسلوانیا کې د هغه په ټاکنيزه کمپاين غونډه کې ډزې وشوې، چې په پايله کې د هغه د ښي غوږ پورتنۍ برخه ټپي شوه.
د پنسلوانیا چارواکو ویلي چې برید کوونکی د امنیتي مامورينو له خوا وژل شوی دی.