نړۍ

پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې تر ۹۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي

د غزې په سویل کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۹۱ فلسطینیان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبر ورکړی چې دا برید پرون (شنبه، د جولای ۱۳مه) د اسراییلي پوځ له خوا ترسره شوی او په دې جګړه ځپلې سیمه کې په وروستیو اونیو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله لري.

د راپور له مخې، ځایی اوسیدونکو ويلي چې دا هوایي برید «د زلزلې په څېر» و.

د سویلي غزې یوه اوسیدونکي رویټرز ته وویل: “ما آن نه شو کولى ووايم، چې زه چیرته وم یا څه د پېښېدو په حال دي، ما کېږدۍ پریښوده او شاوخوا مې وکتل. ټولې کېږدۍ ویجاړې شوې وې. د بدن پرې شوي غړو برخې هر ځای لیدل کیدې. زړې ښځې پر ځمکه پرتې وې او کوچني ماشومان ټوټې ټوټې شوي وو.»

په همدې حال کې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي دي چې دغه بريد وروسته له هغه منظور شوی چې په سيمه کې د يرغمل شويو نشتون يقيني شوى و.

هغه وايي چې له بريد وړاندې يې د احتمالي زيان او د مهماتو د ډول په اړه قانع کوونکي معلومات ترلاسه کړي وو.

په همدې حال کې د حماس ډله د اسراییلو دا ادعا ردوي او وايي چې په وروستیو اونیو کې دا د  اسراییلو « لخوا پر ملکي وګړو تر ټولو مرګونی برید» و.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ ویلي، چې په دې برید کې یې د حماس د پوځ قومندان ضیف په نښه کړی دی.

خو بنیامین نتانیاهو په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا لا څرګنده نه ده چې ضيف وژل شوی او که نه. هغه زیاته کړه:« په هر حالت کې به موږ د حماس ټولو مشرانو ته ورسیږو.»

دغه خبری آژانس وایی چې ضيف د ٧ اسرائیلي بريدونو ژوندی وتلى.  هغه د حماس د تر ټولو خطرناک پوځي قوماندان په توګه د اسرایلو د تعقيب په نوملړ کې دی او د اسرایلي پوځ په وینا د دې هیواد د لسګونو وګړو د وژلو مسٶل دی.