افغانستان

طالبانو په ۲۲ ولایتونو کې  د سختو بارانونو او سېلابونود احتمال خبردارى ورکړی

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورښت او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه ادارې ویلي چې نن او سبا (شنبه، ۲۳ او یکشنبه، ۲۴ چنګاښ) د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال شته.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنګان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې نسبتاً د سختو اورښتونو او ورسره د مل سیلابونو اټکل کړى دى.

د  دغه د خبرپاڼې له مخې په بېلابېلو برخو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

دغه راز د هېواد په شمال، لوېديځو، سوٸلي او مرکزي ولايتونو کې په يو ساعت کې  له ٥٠ تر ٨٠ کيلومترو په سرعت سره د سختو بادونو د لګېدو اټکل هم شوى دى.