نړۍ

پر اوکراین د روسي ځواکونو په توغندیز برید کې ۶ تنه وژل شوي

د اوکراين په ختيځ کې د دونتسک پر سيمه پرون (جمعه، د چنګاښ۲۲) د روسي ځواکونو له خوا په توغندیز برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دونیتسک په شمال لویدیځ کې د میرنوحراد په ښار کې د يوې اداري ودانۍ او د بس تمځای ته نږدې یو توغندی لګیدلی چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د باخموت په شمال لوېدیځ کې د کوستیانتینیوکا په ښار کې پر یوه «ناپېژانده» شرکت باندې د روسیې د ځواکونو له خوا په یوه بل توغندیز برید کې ۲ «ملکيان» وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې دغه خبري اژانس ويلي، د اوکراین په شمال کې د لیمان په ښار کې یوه بل برید ۷ تنه ټپیان کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د دونتسک سیمه چې اوس یې ځینې برخې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، وخت نا وخت د روسیې د توغندیو د بریدونو هدف ګرځي.

سره له دې چې د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې له پیل راهیسې، دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي دي؛ خو مسکو په خپلو بریدونو کې د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو په نښه کول ردوي.