افغانستان

پاکستان د یو ماشوم په ګډون ۱۱ افغان بنديان آزاد کړل

د يو ماشوم په ګډون يوولس تنه افغان بنديان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې دغه افغانان د پاکستان د پولیسو له خوا په دغه هېواد کې د اوسېدنې د جواز نه لرلو په تور نیول شوي وو.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۱ افغان وګړو له ډلې دوه یې چې يو پکې ماشوم دى، دوه کاله او شپږ میاشتې د پاکستان په زندان کې تېرې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې لس تنه نور افغانان  هم د انټرپول پوليسو لخوا هېواد ته لېږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې الجزیرې له دې مخکې راپور ورکړى و، چې پاکستان د نورو ٨٠٠زرو افغان کډوالو «جبري ويستل» پیل کړي. د داغه راپور له مخې که  د غه کډوال په خپله خوښه ياد هېواده ونه وځي، نو د پاکستاني پوليسو لخوا به ونيول شي او په زوره به خپل هېواد ته وګرځول شي.