واى نټ نیوز په يو راپور کې ويلي چې داعش او القاعده په افغانستان کې «د طالبانو تر څارنې لاندې» د واک ترلاسه کولو په حال کې دي.
په دغه راپور کې راغلي، «له افغانستانه د امریکا وتلو سیمه ییزو ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړې چې خپل بشري ځواک او وړتیاوو ته په بې ساري ډول وده ورکړي، چې د یوې خطرناکې همکارۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي.»
خو طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې دوی په افغانستان کې داعش له منځه وړي دي.
خو دغه راپور زیاتوي: «که څه هم د داعش خراسان ډله د ځایي اوسېدونکو د محدود ملاتړ، د امریکايي ځواکونو او افغان پوځ د هدفي بریدونو او د طالبانو پر وړاندې د هغوی د جګړې له امله په افغانستان کې د جمهوري رژيم پر مهال له منځه لاړه؛ خو وروسته له هغه چې طالبان په هېواد کې واک ته ورسېدل، دغه ډله اوس خپل صفونه منظموي.»
واى نټ نیوز لیکلي، «القاعده او داعش دواړه» په دغه هېواد کې د ودې په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د امنیت څار بنسټ ويلي، چې داعش په تېرو دریو میاشتو کې په ټول هېواد کې شپږ بریدونه کړي دي.
له بل پلوه، له دې وړاندې د ملګرو ملتونو تحلیلي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جون مياشت په راپور کې په افغانستان کې د القاعدې د ودې او د ليکو د نوي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
په همدې حال کې تېره میاشت د القاعدې اوسني مشر په یوه پیغام کې د شبکې له غړو غوښتي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولاړ شي او د هغوى له لاسته راوړنو زده کړه وکړي.