د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې په تخار ولایت کې د طالبانو یو غړی د دوى د غړو په برید کې وژل شوی دی.
دغه جبهې په یوه خبرپاڼې کې ویلي چې په دې برید کې درې نور طالبان هم ټپیان شوي دي.
د دغه خبرپاڼې پر بنسټ، دغه برید پرون شپه (جمعه چنګاښ ٢٢) شاوخوا ۸:۳۰ دقيقې د یاد ولایت رستاق ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په دروازه کې ترسره شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ړ مقاومت جبهې له دې وړاندې په یوه بله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په نورستان ولایت کې د دوی د غړو په برید کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغه خبرپاڼې پر بنسټ، دغه برید د يادې جبهې غړو د پنجشنبې په شپه (د چنګاښ ۲۱) په تعرضي بڼه د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ په مرکز کې ترسره کړى.