سویلي آسیا

زهرا بلوچ: پاکستان له ټي ټي پي سره د خبرو اراده نه لري

ممتاز زهرا بلوچ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د نن (پنجشنبه) په یوې خبري ناسته کې ويلي، اسلام اباد له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو کولو هېڅ اراده نه لري.

هغې ويلي چې تحريك طالبان پاکستان په پاکستان کې دننه د پاکستاني او بهرنیو وګړو په وژلو کې لاس لري.

هغې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د پاکستان پر ضد د «ترهګرو ډلو» لخوا دې د افغانستان د خاورې له کارولو مخنيوى وکړي.

آغلې بلوچ زیاته کړې، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

تحريك طالبان پاکستان د پاکستان پر پوځ د يو شمېر بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.

اسلام اباد په کراتو پر طالبانو  تور لګولى چې پاکستاني طالبانو ته خوندي پټنځایونه ورکوي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.

د طالبانو وياند د د چنګاښ له   ۱٠تر١١ د دوحې له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د تحريك طالبان پاکستان د دپاکستان کورنۍ  مسٸله وبلله او ویې ویل چې پاکستاني چارواکي باید دا مسله پخپله حل کړي.