د هیواد د فوټسال ملي لوبغاړو د مراکش په وړاندې د « تدارکاتي» دوستانه لوبه کې ماتې وخوړه.
دا لوبه پرون (چهارشنبه د چنګاښ ۲۰مه) د کابل پر وخت ۱۰:۳۰ د مراکش په رباط ښار کې ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې د هېواد د فوټسال لوبغاړو په دې لوبه کې د مراکش لوبډلې ته د ٤پر ١ په توپیر ماتې وخوړه.
په دې لوبه کې مهران غلامي د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې «یوازینی ګول» وواهه.
ټاکل شوې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړي د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ د مراکش له لوبډلې سره خپله دویمه «تدارکاتي دوستانه» لوبه وکړي.
دا دوستانه لوبې د «ازبکستان د فوټسال نړیوال جام» لوبو ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.