افغانستان

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدنې د کارتونو اجازه يوکال لپاره وغځوله

د پاکستان کابینې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدنې د کارتونو موده د یو بل کال لپاره وغځوله.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې دا پرېکړه پرون (چهارشنبه د چنګاښ، ٢٠) د کابینې له خوا شوې ده.

د دغه راپورنو پر بنسټ،د لومړي وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ويلي: «د فدرال کابینې د ١.٤٥ ملیونه ثبت شويو افغان کډوالو (پي او آر) کارتونو اعتبار موده د بل  یو کال لپاره وغځوله.؛ د دوی کارتونو اعتبار نېټه د ٢٠٢٤ کال د جون په دېرشمه  کې پای ته رسیدلي؛ خو د ٢٠٢٥ کال د جون تر دېرشمې پورې واځول شوه.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسيون په یوه راپور کې ویلي، چې دا مهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال مېشت دي.

پاکستان وروسته له هغې د افغان کډوالو د اوسېدنې لنډمهاله اجازه د یوه بل کال لپاره وغځوله، چې یوه پاکستاني چارواکي امریکا غږ ته ويلي و چې دغه هېواد د افغان کډوالو د «جبري ايستنې» بهیر ځنډولی دی.

د يادونې وړ ده، چې پکستان دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.

پاکستان د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د افغان کډوالو د جبري  ایستلو بهیر پیل کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغه هېواد تر اوسه له نیم میلیون ډېر افغان کډوال په زوره ایستلي دي.