نړۍ

امریکا اسراٸیلو ته «درانه بمونه» لېږي

یو امریکایي چارواکي ويلي چې د بایډن ادارې د شا او خوا نيمايي برخه د «درانه بمونه» چې اسراٸیلو يې دمخه غوښتنه کړې وه، هوکړه کړې ده.

دغه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي: «موږ په ښکاره توګه د ۲۰۰۰ پونډه بمونو کارولو؛ په ځانګړې توګه د رفح په عملیاتو کې  خپله اندېښنه څرګنده کړې وه؛ خو اسراییلي چارواکو اوس اعلان کړی چې په دې سیمه کې خپل عملیات پای ته رسوي.»

دغه سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ويلي: « له هغه ځايه چې زموږ اصلي اندېښنه په رفح او د غزې په نورو سيمو کې د ٢ زره پونډه بمونو احتمالي کارونې په اړه وه،  همدارنګه دغه بمونه له ځان سره ساتو؛ خو اوس اسراٸیلو  د وسلو د عادي بهیر د یوې برخې په توګه دغه هیواد ته ۵۰۰ پونډه بمونه استوو.»

د دغه خبری آژانس د راپور له مخې، داسې ښکاری چې اسرائيلو  ته د وسلو د رسولو د محدودولو لپاره د نړیوالو غوښتنو او دغه هېواد ته د زورورو بمونو د لېږلو د بندولو لپاره د بایډن د ادارې له وروستۍ پرېکړې سربېره؛ خو د اسرائیلو لپاره د امریکا په پوځي مرستو کې د پام وړ کمښت نه دی راغلی.

د يادونې وړ ده، چې امريکا د اسراييلو او حماس د جګړې له پيل راهيسې اسرائيلو ته لږ تر لږه ١٤ زره دوه زره پونډه بمونه او ٦ نيم زره پنځه سوه پونډه بمونه، له ځمکې څخه ٣٠٠٠ لارښود توغندي او نور مهمات ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې سپینې ماڼۍ د غزې په سوٸل کې پر رفح باندې د دغه هېواد د پراخ پوځي برید له امله اسرائیلو ته د يو زرو ۸۰۰ ٢زره پونډه او يو زرو ۷۰۰،  پنځه پونډه وزني بمونو لېږل بند کړي وو او ګواښ یې کړی و چې د دې ښار په وړاندې په پراخه پیمانه د اسرائیلو پوځ پراخ

 عملیات به د اضافي یرغلیزو وسلو د لېږلو مخه ونیسي.