نړۍ

اسرائیلو د غزې د بشپړې تخليې امر وکړ

اسرائیلو د غزې له ښاره د خبرپاڼو په غورځولو سره له فلسطینیانو وغوښتل چې له خپلو سیمو ووځي.

د اسرائیلي پوځ په هغو خبرپاڼه کې چې پرون (چهارشنبه، چنګاښ٢٠) خپره شوې، دغه ښار د «خطرناکه جنګي سیمې» په توګه یاد شوی دی.

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، دا خبرداری وروسته له هغه خپور شو چې د غزې د تړانګې پر ځینو برخو د نوي برید لپاره  اسراییلي پوځ د چمتووالي اعلان وکړ.

په همدې حال کې حماس فلسطیني اتباعو ته سپارښتنه کړې چې په سیمه کې پاتې شي او د وتلو په اړه د اسراییلي ځواکونو  امر له پامه وغورځوي.

اسرائیلي ځواکونه چې د روان کال په جنوري میاشت کې له دغه ښاره وتلي وو، اوس په دې باور دي چې د حماس غړو د دغه ښار په بېرته نیولو سره خپل ځواک تازه کړی دی.

د غزې یو شمېر اوسېدونکو هم ویلي چې له خپلو کورونو به نه وځي؛ ځکه دوی پوهیږي چې فلسطیني کډوال له بد وخت سره مخ دي.

د اسراییلو د پوځ د دې اقدام په غبرګون کې ملګرو ملتونو ویلي چې د غزې له ښاره وتل به یوازې د فلسطیني کورنیو د ټولنيز کړاو سبب شي.

د یادولو وړ ده چې ددې ښار بشپړ خالي کول به د غزې په تړانګه کې د فلسطین په خاوره د اسراییلو د برید له امله د کډوالو شمیر ۲.۳ میلیونه تنو ته لوړ کړي.