افغانستان

په هند کې د ترافيکي پېښې له امله ١٨ تنو ژوند بايللى 

د هند په اترا پردېش ایالت کې د یوه مسافر وړونکي بس او د شیدو یوه ټانکر ترمنځ ټکر لږ تر لږه له ۱۸ کسانو ژوند اخيستى  او ۱۹ نور يې  ټپیان  کړي دي.

د هند د پولیسو یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، دغه مسافر وړونکی بس له ختیځ ایالت بيهار څخه نوي ډیلي ته روان و.

د چارواکو په وینا پېښه د بس چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د پولیسو یوه چارواکي په دې وويل، « ټپي مسافرو موږ ته وویل چې بس چلوونکي په بې احتیاطۍ سره موټر چلاوه او پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې بس په لویه لاره کې د شیدو لیږدونکي ټانکر سره ټکر وکړ.»

د پولیسو په وینا، د ټکر شدت دومره  زيات وو چې خلک له موټره بهر ته وغورځوېدل.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د قربانیانو هر وارث ته د ٢٠٠زره هندي کلدارو او د هر ټپي کورنۍ ته د  ٥٠زره هندي کلدارو د ورکولو ژمنه کړې ده.