افغانستان

اوچا په ټینګار ويلي چې د « بودیجې سخت کمښت» سره مخ دي

انځور له آرشيف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) په خپل یوه راپور کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان د بودجې له سخت کمښت سره مخ دی.

اوچا وايي، په افغانستان کې یې د روغتیايي پاملرنو، سرپناه، خوړو، ښوونې او روزنې په ګډون «مهم» پروګرامونه د بودیجې د سخت کمښت له امله «له خطر سره مخ» دي.

دغه سازمان ويلي: «که موږ په کافي اندازه او پر وخت بسپنې سرلاسه نه کړو، اوسنی بشري ناورین به لا پسې زيات شي.»

دغه سازمان وايي، د افغانستان له نیمايي څخه زیات نفوس د طالبانو د بيا  واکمنۍ راهیسې بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ياد راپور کې ویل شوي چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا زیاتوي چې په هېواد کې ۹،۲ میلیونه ماشومان هم بشري مرستو ته اړتیا لرونکو کې شامل دي.

راپور همدا راز ویلي چې د ٢٠٢١ د اګست راهیسې، د طالبانو لخوا “د بشري حقونو او د ښځو  پر حقونو  د طالبانو محدودونکو سياستونو په دغه هېواد کې بې وزلي نوره  هم زیاته کړې ده.

دغه سازمان وايي، چې د طالبانو له خوا وضع شوي محدودیتونو او مرستو او خدمتونو ته د ښځو لاسرسى او همدارنګه د مرستو په وېش کې د دوى دګډون مخه نیولې ده.