د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر له طالبانو سره د امریکا د مالي ملاتړ راپورونه رد کړل.
هغه په یوه تازه (سه شنبه-شپه د چنګاښ ١٩) خبري کنفرانس کې ويلي چې له طالبانو څخه د امریکا د مالي ملاتړ راپورونه ناسم دي او امریکا له طالبانو هېڅ ډول مالي ملاتړ نه کوي.
ښاغلي ميلر په دې ناسته کې زياته کړه: « له افغانانو سره د طالبانو چلند له نږدې څارل کېږي او واشنګټن په عامه غونډو او خصوصي ناستو کې د طالبانو استازو ته څرګنده کړې چې له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې په پرېکنده ډول له افغانانو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو سره د هغوی د چلند پورې اړه لري.»
تر دې مخکې د بشري حقونو ځینو ډلو او افغان لاريون کوونکو ښځو د مرستو د بندېدو غوښتنه کړې وه او ادعا یې کوله چې امریکا طالبانو ته په اونۍ کې ۴۰ میلیونه ډالره ورکوي.
د ښځو د حقونو یو شمېر ډلو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې دا اونیزې مرستې «طالبان د خلکو د حقونو؛ په ځانګړې توګه د هيواد د ښځو له حقونو په سرغړونو کې لا زړور کړي.»
له بل پلوه د بشري حقونو یو شمېر ډلې ادعا کوي چې طالبان دغه پیسې په سیمه کې د «ترهګرۍ» د تمویل او هغوی ته د نژدې «ترهګرو» ډلو د تمویل لپاره کاروي.