افغانستان

ملګري ملتونه: د طالبانو « امربالمعروف» وزارت فعالیتونه د ښځو پر ژوند تبعیضي اغیزې لري

عکس از محتسبان امر به معروف طالبان

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې «د امربالمعروف» وزارت په نوم په  افغانستان کې د طالبانو ادارې د ښځو پر ژوند «تبعیضي» اغېزه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو دې وزارت د لارښوونو د پلي کولو پرمهال  له زور زياتي څخه کار اخیستی دی.

په دغه راپور کې، چې د ٢٠٢١ کال د اګست له ١٥ تر د ٢٠٢٤ کال د مارچ تر ٣١ پورې د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارونه څېړلي، د دې وزارت د کارکوونکو چلند او د طالبانو فعالیتونه ننګول شوي دي.

د ملګري ملتونه په دې  راپور کې وايي، چې په تېرو دریو کلونو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې لږ تر لږه يوزرو ۳۳۳ قضیې مستند کړي چې په کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو د خپلو لارښوونو د پلي کولو لپاره له زور زياتي څخه کار اخیستی دی.

ملګري ملتونه زياتوي، له دې جملې څخه ۲۰۵ یې د ښځو پر وړاندې ثبت شوي چې پکې ددې وزرات کارکوونکو له زور او تاوتریخوالي څخه کار اخیستى دى.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت موخې:

د ملګرو ملتونو راپور وايي چې د طالبانو امربالمعروف  د اوسني وزارت موخه داده چې افغاني ټولنه د “طالبانو له نظر” سره مطابقت لرونکي ارزښتونو ته پابنده کړي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې دې هدف ته د رسیدو لپاره، د طالبانو دغه وزارت اراده لري چې د ښه او بد مسایل “له اسلام څخه د طالب چارواکو د ځاني تفسیر پر بنسټ” ترویج ،تبليغ او په ټول افغانستان کې د ولایتي دفترونو له لارې پلي کړي.

له رسنیو سره د طالبانو د امربالمعروف وزارت چلند:

ملګري ملتونه وايي «په رسنیو محدودیتونه، په فلمونو کې د ښځو منع کول، او د بهرني کلتور منعکس کولو او طنزیه محتوا لرونکو فلمونو په خپرولو بندیز د طالبانو د اوسني وزارت لخوا لګول شوي لومړني بندیزونه دي چې د دوی د اوسني چارواکو لخوا توهین ګڼل کیږي.»

د راپور په يوه برخه کې همداراز په افغانستان کې ښځینه خبریالانو ته لارښوونې په اړه راغلي، چې د خپلو فعالیتونو پر مهال دې د«طالبانو د خوښې وړ لباس» مراعات کړي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د امربالمعروف وزارت په کونړ کې راډیوګانو ته امر کړی، چې په پروګرامونو کې د ښځینه زنګ وهونکو او یا وړاندې کوونکو له ګمارلو ډډه وکړي. هغه بندیز چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو کورنیو او نړیوالو سازمانونو له سختو او جدي غبرګونونو سره مخ شوى دى.

د محرم د لرلو په اړه د طالبانو د امربالمعروف وزارت لارښوونې:

ملګرو ملتونو په دې  راپور کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۳۱ مه یو امر صادر کړ چې له مخې یې افغان مېرمنې باید له ۷۸ کیلومترو څخه زیات سفر لپاره د شریعت له مخې محرم ولري. په دې حکم کې محرم د مېړه، پلار، نيکه، ورور، بالغ زوی او تره په شمول د نږدې خپلوانو په توګه تعريف شوی دی. دغه حکم د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شو. د دغو افغانانو له ډلې څخه یو شمېر يې وايي چې څنګه کولای شي هغه ښځې چې بې سرپرستې وي د خپل سفر لپاره د طالبانو د امر سره سم«شرعي محرم» ومومي.

 په همدې حال کې، ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت حکمونه په ولایتونو کې د دغه وزارت ټيټ پوړو لخوا “نقض” شوي چې له ٧٨ کیلومترو څخه په کم واټن کې پلي کړي دي.

د «طالبانو د خوښې وړ حجاب» په اړه د امربالمعروف وزارت چلند:

په راپور کې ویل شوي چې د یوناما د بشري حقونو څانګې هغه قضیې مستند کړي چې پکې د«طالبانو د خوښې وړ پوښاک» په اړه د طالبانو د امربالمعروف وزارت د لارښوونو پلي کول د طالبانو له چلند سره توپیر لري. ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو د وزارت د چارواکو لخوا د دغه لارښوونو د پلي کولو پرمهال د ښځو جسمي سزا هم شامله ده.

د ښځينه سوداګرو سره د طالبانو د امربالمعروف وزارت چلند:

ملګري ملتونه وايي د يوناما د بشري حقونو څانګې  د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې داسې قضیې مستند کړي چې په کې د طالبانو د اوسني امربالمعروف چارواکو امر کړی چې د ښځو تر مشرۍ لاندې کاروبارونه «په خپله خوښه» بند کړي. په داسې حال کې چې طالب چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د ښځو د سوداګرۍ ملاتړ کوي.

د اساسي بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو د امربالمعروف  وزارت چلند:

د ملګرو ملتونو په دې راپور راغلي، په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۸ مه اعلان وکړ چې د ميندوارۍ ضد درملو ته د لاسرسي په اړه کوم محدودیتونه نشته؛ خو د ٢٠٢٣ کال د فبروري او مارچ ترمنځ، د یوناما د بشري حقونو څانګې هغه قضیې مستند کړې چې په کې د طالبانو وزارت په بلخ او میدان وردګو کې د امربالمعروف  وزارت کارکونکو په “شفاهي توګه” سیمه يیزو روغتیایی مرکزونو ته امر کړی چې ښځو ته  دې د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره درمل نه ورکوي.

 د مشورتي اوسېدو په اړه د دغه وزارت ادعا:

ملګري ملتونه وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو امربالمعروف وزارت ویلي، چې د دوى لارښوونې د مشورې بڼه لري؛ خو دوی کله کله هڅه کوله چې دغه لارښونې په زور او زياتي سره پر خلکو پلي کړي. دغه سازمان وايي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکو په ځینو مواردو کې خلک د څو ساعتونو لپاره بندیان کړي او د خپلو مراجعينو د ږیرو خرېيلو  له امله یې له سلمانانو سره ناوړه چلند کړی دی.

خو ملګري ملتونه په دغه راپور کې وايي، چې افغانستان د یوه هېواد په توګه د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال میثاق په ګډون لا هم د بشري حقونو د اوو نړیوالو سندونو غړیتوب لري؛  نو د طالبانو چارواکي په قانوني توګه مکلف دي چې په هېواد کې د مېشتو ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د بشري حقونو د ساتنې او درک کولو لپاره خپله هڅه وکړي.