بريل نومى وژونکى توپان له دريو کسانو د ژوند اخيستلو، د لویو لارو کې د سېلابونو راوتلو، د تېلو بندرونږ د تړلو او په ټګزاس کې له ٢.٧ میلیونو څخه د زیاتو کورونو د بریښنا د پرې کېدو سبب ګرځېدلى دى.
رویټرز راپور ورکړی چې په متحده ایالاتو کې هوایی شرکتونو د بريل توپان د احتمالي زور اخيستنې له امله يو زرو٣٠٠ الوتنې لغوه کړې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه توپان د تګزاس په سوٸل ختیځ کې سخت بادونه او بارانونه راوستي دي.
په دې راپور کې ویل شوي، چې په امریکا کې بېلابېلو هوايي شرکتونو د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې له اعلان وروسته خپلې ډېرې الوتنې وځنډولې.
د متحده ایالاتو د توپان ملي مرکز (اېن اېچ سي) اعلان کړی چې بريل توپان پرون سهار وختي (دوشنبه د جولای په اتمه) د ټګزاس ایالت ماټاګورډا ساحلي ښارګوټي ته نږدې ځمکې ته رسېدلى او دې ساحلي سيمې ته يې ډېر زیان اړولی دی.
د ټګزاس چارواکو همداراز خبرداری ورکړی چې د باد سرعت ویجاړونکی دی او د باران اندازه به ۳۸ سانتي مترو ته ورسېږي چې په پايله کې به يې د اوبو د لارې د سیلابونو او د ځمکې لاندې اوبو د پورته راتلو لامل شي.
د یادولو وړ ده چې د ټګزاس ایالت بندرونو هم د یکشنبې په ورځ د بریل طوفان د زياتوالي وروسته د کښتیو د بارولو او تشولو عملیات ځنډولي دي.