افغانستان

پاکستان او ايران په يوه ورځ کې له ٢زره٥٠٠ ډېر کډوال ايستلي

عکس از آرشیف

پاکستان او ايران په يوه ورځ کې له دوه زره ٥٠٠ډېر افغان کډوال ايستلي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه  کې ويلي، چې له ٢زره ٦٤٩ افغان کډوال پرون(يکشنبه  د چنګاښ  ١٧) په «جبري او اختياري» ډول له ايران او پاکستان څخه ايستل شوي دي.

د دغه خبرپاڼې  پر بنسټ، پاکستان ٤٨٣تنه او ايران ٢زره ١٦٦تنه افغان کډوال ايستلي دي.

په دې خبرپاڼه  کې راغلي، چې د پاکستان له زندانونو  ٣٣تنه خلاص شوي افغان بنديان هم ايستل شويو کډوالو کې شامل دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دا وزارت زياتوي، چې ١٨٩تنه کډوال د تورخم او ٢٩٤تنه د سپين بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د يادې خبرپاڼې پربنسټ، ٧٦٧تنه د هرات د اسلام کلا اوهمداراز يوزرو ٣٩٩تنه نور کډوال د نيمروز پل ابرېشم له لارې هېواد ته  داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ايران په تېرو څلورو ورځو کې نږدې ١٤زره افغان کډوال په جبري او اختياري ډول ويستلي دي.