د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جاپان په افغانستان کې د «بدیل معیشت» لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا دغه موضوع د طالبانو له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي کورومايا په حواله راغلې: «جاپان په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره مهمې پروژې پیل کړې دي.»
په کابل کې د جاپان سفارت د دې ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د طالبانو سیاسي مرستیال د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې ملګرو ملتونو د دوحې په دريمه ناسته کې د دوی شرطونه «منلي» دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې دریمه غونډه د افغانستان او نړۍ د بشري حقونو د فعالانو، د ښځو د حقونو، مدني ټولنو او د مخکښو شخصیتونو له خوا غندل شوې ده.
بل خوا يو شمېر افغان مېرمنو په ياده غونډه کې د ښځو د نه ګډون او د اصلي غونډې په اجنډا کې د ښځو او بشري حقونو موضوع د نه شتون له امله په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړه.
یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو او د بشري حقونو فعالانو د دوحې دریمه غونډه «د افغانستان پر خلکو له طالبانو سره د نړۍ معامله» بللې ده.